روغتيا

غوړ غايطه مواد د کومو ناروغيو خبر ورکوونکي دي؟ نښې او لاملونه یې څه دي

ډېری خلک د خپلو غايطه موادو په هېڅکله فکر نکوي، حال دا چې د ډېرو ناروغيو او خپلې روغتیا لپاره د غايطه موادو معاینه ضروري وي او يا پکې انسان د خپل روغتيايي وضعيت په ځانګړي ډول د خپلو کولمو، معدې، صفرا کيسې او نورو غړو په هکله اسانه نښې نښانې ليدلی شي.

د انسان په غايطه موادو کې وينه ليدل د کولمو د ناروغيو او ستونزو یوه لویه نښه ده، ورسره د انسان هغه ډول غايطه مواد چې غوړ وي هم د انسان د هاضمې د سيستم د صفرا د کيسې د ناروغيو یوه مهمه نښه کېدی شي.

غوړ غايطه مواد په دې مانا چې خواړه د بدن له لوري په سم ډول نه دي هضم شوي، ددې سببونه بېلابېل کېدی شي او بدن ورڅخه په سم ډول استفاده نه ده کړې.

د غوړو غايطه موادو حال داسې وي چې عموماً لوی شکل لري، بد بوی ورسره وي، رنګ یې يو ډول الوتی او پيکه وي. عموماً کله چې یو کس تشناب ته ولاړ شي او پدې ډول غايطه مواد ولري د اوبو په سر ودري او په اسانۍ په کمود کې ښکته ته د‌ اوبو لاندې نه کېږي/ځي.

که چېرې يو کس پخپلو غايطه موادو کې دا ډول نښې په‌ پرلپسې ډول ويني نو ښه خبره داده چې ډاکټر ته مراجعه وکړي، ددې مشکل د سبب له پيداکولو وروسته د سبب مطابق هغه که په بدن کې د صفرا د کيسې کم کار او د صفرا کمښت وي، يا کوم ډول قند ددې کار سبب يا بل هر ډول سبب وي د همغه مطابق به درملنه صورت مومي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *