راشد خان په جنوبي افريقا کې بريالی نشو، پرون یې ټول ټیم
د سویلي افریقا لیګ په لومړي پړاو کې د دغه لیګ لیګ پیاوړې لوبډله ایم ای کیپ ټاون، چې راشد خان یې لوبډلمشر کوي، له مخکې تګ پاتې شوه او لومړنۍ لوبډله شوه چې له دغه لیګ بهر کېږي.
د سویلي افریقا شل اوریزه لیګ، چې سږ کال په لاره اچولی شوی، راشد خان پکې د ایم ای کیپ ټاون لوبډلمشر ټاکل شوی دی، چې دا لومړی ځل و چې یو افغان په بهرني لیګ کې لوبډلمشر کوي.
خو راشد خان ته په دغه لیګ کې د لوبډلمشرۍ تجربه ډېره ترخه تمامه شوه، ځکه چې لوبډلې یې په پرلپسې ډول له ناکامۍ سره مخه شوه او بالاخره د مخکې تګ چانس یې ختم شو.
له نوموړي سره له ډیوالډ بریویس، راسي ویندیر دوسن، ټیم ډیویډ، جوفرا ارچر، کاګیسو رباډا او سام کرن په څېر ستر لوبغاړي په لوبډله کې و؛ خو بخت یې کار ونه کړ.
هېره دې نه وي چې ایم ای کیپ ټاون لوبډله په دغه لیګ کې ټولتال ۹ لوبې ترسره کړي، چې یوازې درې لوبې یې ګټلي او د نومره جدول په وروستي مقام کې ځای لري.