د افغانستان او پاکستان د لوبې ورځ اعلان شوه - Mohllat                      

د افغانستان او پاکستان د لوبې ورځ اعلان شوه

د پاکستان د کرکټ بورډ مسؤلینو اعلان وکړ چې د افغانستان سره پلان شوې لوبې به د راتلونکې مياشتې په وروستيو ورځو کې ترسره شي. دغه شل اوریزه لوبې وروسته تر هغه ترسره کېږي چې استراليا په رسمي ډول او هند په غیرې رسمي ډول د افغانستان سره خپلې یوه ورځنۍ لوبې لغوه کړې.

تمه دا وه چې اسټراليا او افغانستان دری یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي خو د اسټراليا له لوري د بشري حقونو په بهانه چې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم سره هیڅ تړاو نلري د افغانستان سره خپلې لوبې لغوه کړې.

له دې هخوا سږ کال هند هم بايد د افغانستان سره لوبې درلودی خو هغوی د سږ کال په خپاره کړي تقسیم اوقات کې افغانستان ته هېڅ ځای نه دی ورکړی.

د افغانستان د کرکټ بورډ چارواکو د اسټراليا له لوري ددې پرېکړې وروسته هڅه پيل کړه چې د سيمې د هېوادونو لکه پاکستان او نورو سره لوبې ترتيب کړي او پدې شکل د افغانستان د کرکټ چارې او سفر جاري وساتي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *