اردوغان د اېلن ماسک د مرستې وړانديز رد کړ، اردوغان ويلي چې - Mohllat                      

اردوغان د اېلن ماسک د مرستې وړانديز رد کړ، اردوغان ويلي چې

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د امریکايي ميلياردر اېلن ماسک د مرستې څخه مننه وکړه او هغه یې رد کړه، اېلن ماسک د ترکیې حکومت ته وړانديز کړی و چې که یې ومني نو دی تیار دی چې د سټارلېنک د فضايي بېړیو څخه ترکیې ته انټرنټي خدمات وړاندې کړي.

خو د ترکیې حکومت د ښاغلي ماسک څخه مننه کړې ده او ويلي یې دي چې په فضا کې د ترکیې خپلې موجودې بېړۍ کولی شي د ترکیې اړتياوې پوره کړي له همدې کبله د پدې برخه کې د بیرون څخه د مرستې ترلاسه کولو اړتیا نشته.

په ترکیه کې د يوې شدیدې زلزلې وروسته ددې هېواد په مرکزي او جنوب ختیځو ولایتونو کې د انټرنټ شبکې د بریښنا خدمات د سختې ګډوډۍ سره مخ شوي دي او خلک نشي کولای چې اړيکې ټینګې کړي.

د ترکیې حکومت د نړيوالو څخه هم مرسته غوښتې ده، تراوسه پورې د اذربايجان، روسيې ، جاپان مرستې دغه هېواد ته رسېدلي دي، د زلزلې تلفاتو شېبه په شېبه د زياتېدو په حال کې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *