عطامحمد نور: نړيوال غواړي ما بدنام کړي حال دا چې ما دنړيوالو لپاره - Mohllat                      

عطامحمد نور: نړيوال غواړي ما بدنام کړي حال دا چې ما دنړيوالو لپاره

څو ورځې وړاندې يوې ايټالوي رسنۍ یو خبر خپور کړ چې پکې د افغان سياسیونو له لوري د پيسو اخیستلو خبره شوې وه، په دې خبر کې ادعا شوې وه چې د افغانستان پخواني ولسمشر اشرف غني په ميليونونو ډالره د قطر د حکومت څخه ترلاسه کړي دي.

په دې خبر کې د اشرف غني هخوا نور افغان سياستوال هم په دې تورن شوي و چې دوی د قطر د حکومت څخه پيسې اخيستي چې له دې جملې څخه يو یې د بلخ پخوانی والي عطامحمد نور و.

عطامحمد نور اوس دغه راپور ته په غبرګون کې ويلي دي چې نړیوال غواړي د افغانستان د اوسنيو واکمنو مخالفين بدنام کړي وايي نړيوال غواړي چې ما غوندې کسان بدنام کړي او زموږ حيثيت ته زیان ورسوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *