هغه ځوان چې په څو ورځو کې يې له يوې ښځې سره ٤ ځلې واده وکړ، خو ولې؟
په تايوان کې يو سړي د واده پر مهال د پېسو او رخصتيو لپاره په ٣٧ ورځو کې څلور ځلې واده وکړ، چې له نيول کېدو وروسته يې بل ستر ګام پورته کړ.
د نړيوالو رسنيو د راپورونو په وېنا، په تايوان کې دا قانون دى چې د واده پر مهال يو سړى ٨ رخصتۍ اخيستلى شي او د دغه اته ورځو پېسې هم ترې نه ګرځول کېږي، يعنې له رخصتۍ پرته پېسې هم ورکول کېږي.
د تايوان اوسېدونکي يو ځوان بيا د دې لپاره چې کله لومړى واده وکړ او ٨ ورځې رخصت يې پاى ته ورسېد، نو په وروستۍ ورځ يې بيا ښځې ته طلاق ورکړ او په بله ورځ يې بيا له خپلې ښځې سره واده وکړ، چې د قانون له مخې نورې ٨ رخصتۍ يې هم واخيستې.
په راپور کې ويل شوي دي، چې دغه ځوان د زياتو رخصتيو ترلاسه کولو لپاره په ٣٧ ورځو کې د همدغه ښځې سره ٤ ځلې واده وکړ او ٣ ځل يې طلاق ورکړ، چې داسې يې ٣٢ ورځې رخصت ترلاسه کړ.
په څلورم ځل چې کله دغه ځوان واده وکړ او له بانک څخه يې د رخصت غوښتنه وکړه، نو بانک يې په چالاکۍ پوه شو او د نورو رخصتيو ورکولو څخه يې انکار وکړ.
د بانک له انکار وروسته دغه ځوان محکمې ته لاړ او په بانک يې عريضه وکړه، چې له قانون څخه يې سرغړونه کړې ده او هغه ته يې رخصت نه دى ورکړى.
محکمې له څېړنو وروسته بانک پړ وباله او د بانک مالک يې ٧٠٠ امريکايي ډالره جريمه کړ. خو بانک يو ځل بيا له محکمې څخه غوښتنه کړې ده، چې دغه ځوان د يوې ښځې سره څلور ځلې واده کړى دى او له دوى سره يې دوکه کړې.