د ۸ ښځو سره په یوه کور کې اوسي، وايي د شپې څخه ورځ ورته ډېره
د تایلینډ یو اوسېدونکی نن سبا د ټولو خلکو د پام وړ ګرځېدلی دی او خلکو ستایلی هم دی، د هغه د مشهورېدو وجه دا ده چې هغه له یوې یا دوه نه، بلکې د ۸ ښځو سره په یو کور کې اوسېږي او ډېر له خوشحالۍ څخه ډک ژوند تېروي.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په وېنا، دغه اونګ دام سوروت نومېږي، چې د تایلینډ یو مشهور کومیډین دی او اوس له دې امله ډېر مشهور شوی دی، چې له اته ښځو سره په یو کور کې ژوند کوي.
په خپله یوه مرکه کې دغه سړی وايي، چې له ۸ ښځو سره په یو کور کې د خوشحالۍ ژوند تېروي، هغه د خپلو ښځو په اړه هم معلومات ورکړل او ښځو یې هم هغه د نړۍ یو مهربان او پاملرونکی خاوند یاد کړ.
هغه وویل، له لومړۍ ښځې سره یې د یو ملګري په واده کې لیدلي و، چې د واده وړاندیز یې ورته وکړ او هغې هم ومنه، همدا راز له دویمې ښځې سره یې په لومړي ځل په یو بازار کې لیدلي و.
هغه زیاته کړه، چې دریمې ښځې سره یې په روغتون، له څلورمې، پنځمې او شپږمې ښځې سره یې په ټولنیزو رسنیو کې، لکه انسټاګرام، فېسبوک او ټک ټاک کې لیدلي و، له اوومې ښځې سره یې په یو مندر او له اتمې ښځې سره یې هغه وخت لیدلي و، کله چې له څلورو ښځو سره په چکر تللی و.
په راپور کې ویل شوي دي، چې اونګ د خپلې لومړۍ ښځې نه یو زوی هم لري. هغه وايي، خلک دا فکر کوي چې زه ډېر شتمن یم او د خپل ټول کور ساتنه په خپله کوم، خو دا رښتیا نه دي، زما هره مېرمن په کور کې مختلف شیان جوړوي او د همدغه شیانو له لارې پېسې ګټي او زموږ ژوند پرې روان دی.