د يوې ښځې حيرانونکې ادعا: له شرمګا څخه یې مار وتلی، دا مار اوس هم
په ټولنيزو رسنيو(ټيک ټاک) کې یوې ښځې یوه ويډیو خپره کړې ده او پدې ويډيو کې یې د خبرو په مهال داسې دعوه کړې ده چې ټول خلک یې هک حيران کړي دي. د ليسايف په نامه یوه مېرمن چې ۱۵ زره څارونکي لري په یوه ویډیو کې دعوه کړې ده چې د شرمګا څخه یې يو مار وتلی دی.
دې په ټيک ټاک کې ددې مار انځور هم خپور کړی دی او ویل یې دي چې دا مار یې د شرمګا څخه راووت، دې ويلي دي چې حیرانه ده څه وکړي وايي دا مار اوس هم ژوندی دی او دا سخته ډاره شوې ده او هیڅ نه پوهېږي چې څه وکړي.
په ټولنيزو رسنيو کې زياتو خلکو ددې ښځې دا خبره نه ده منلې او ورته ليکلي يې دي چې دې مېرمنې دا ډول يوه نادره او عجیبه غريبه خبره ددې لپاره کړې ده چې د خلکو توجو ځانته جلب کړي.