زوم د ناوې څخه داسې غوښتنه وکړه چې خسرخېلو یې په وهلو وهلو
په ټولنیزو رسنیو کې یوه ویډیو لاس په لاس کېږي، چې د واده هلک یا زوم په خپل واده کې ټکول کېږي، ویل کېږي چې هغه د واده په ورځ د ناوې له کورنۍ نه د ډېرو پېسو غوښتنه کړې وه.
د هندي رسنیو د راپورونو په وېنا، دا پېښه د جمعې په ورځ د اترپردېش په غازي اباد کې سیمه کې راغلې ده، چېرته چې د واده په وخت کې زوم له خسرګنۍ څخه غوښتنه کړې وه، چې هغه ته دې پېسې ورکړي، ګني واده نه کوي.
په راپور کې ویل شوي دي، چې زوم له خسرګنۍ څخه غوښتنه کړې وه، چې هغه ته دې همدا اوس ۱ میلیون هندي روپۍ ورکړل شي، ګني هغه به واده ونکړي او له ناوې پرته به بېرته ستون شي.
په راپور کې راغلي دي، چې خسرګنۍ خپل زوم ته مخکې له مخکې ۳۰۰ زره هندي روپۍ نغدې او همدا راز د الماسو یوه ګوتمه ورکړې وه، له واده مخکې هر څه ختم شوي و.
کله چې دوی د هلک د پوهولو هڅه وکړه، خو هغه هېڅ خبره نه منله او بیا د نجلۍ کورنۍ په غصه شوه او د واده په تالار کې یې په هلک راکېښودل چې سم د بوسو سخی یې ترې جوړ کړ.
له هندي رسنیو سره د ناوې کورنۍ وروسته دا ادعا هم کړې ده، چې دغه کس مخکې هم دوه یا درې ځل واده کړی دی، خو وروسته یې بیا ښځو ته طلاق ورکړی و.