راشد خان ته موسکا نيازۍ مبارکي: ته یوازنی کس یې چې زما سترګې - Mohllat                      

راشد خان ته موسکا نيازۍ مبارکي: ته یوازنی کس یې چې زما سترګې

د کرکټ نړیوالې شورا اعلان وکړ چې د افغانستان ټاپ بالر راشد خان په نړۍ کې د شل اوریزو لوبو بې مثاله لوبغاړی دی، د شل اوریزو لوبو دغه ستوري ته د کرکټ نړيوالې شورا پخپله تازه درجه بندۍ کې لومړی مقام ورکړی دی.

ددغه اعلان وروسته تکړه خبریالې موسکا نيازۍ راشد خان ته مبارکي ورکړې دې او د هغه دا ستره بريا یې ستايلې دې، نوموړې ويلي دي؛ راشد خان ته ددې سترې بریا مبارکي وايم راشد خان يوازينی کس دی چې موږ ورباندې وياړو او په موږ يې په لوړو سترګو نوم اخيستلی شو.

که څه هم د‌ افغانستان کرکټ په دې وروستيو کې د اسټراليا له لوري هدف وګرځېده، هغه استراليا چې په افغانستان کې یې پوځيانو د افغانانو په سرونو نښه ويشتل زده کول افغان کرکټ ته‌ ددې سزا ورکوله چې د ښځو حقوق ندي خوندي خو افغان کرکټ ددې ګنده حملې څخه هم روغ ووت، افغان ټيم په منظم ډول خپلې لوبې کوي لوبغاړي يې په‌ نړیوالو ليګونو کې ځلېږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *