حسن نبي: بېګاه مې د مینه ناکې پرېټي سره ولیدل راته ویل يې - Mohllat                      

حسن نبي: بېګاه مې د مینه ناکې پرېټي سره ولیدل راته ویل يې

د افغانستان د کرکټ د ملي ټيم د پخواني کپتان محمد نبي زوی حسن نبي د هند د مشهورې اداکاې او د کېنګز پنجاب د لوبډلې له څښتنې پرېټي زينتا سره ليدلي دي.

نوموړي د پرېټي زينتا سره په متحده عربي اماراتو کې ليدلي او بيا یې ورسره یو انځور اخيستی دی، داسې ښکاري چې پرېټي زينتا د کومو چارو لپاره شارجې ته تللې وه چې په لوبغالي کې ورڅخه حسن نبي د یوه انځور غوښتنه کړې.

ده ويلي دي چې تېره شپه مې فرصت پيدا کړ د بالیوډ د مينه ناکې او ښکلې ادارې پرېټي زينتا سره وګورم. د نوموړي دغه انځور په ټولنيزو پاڼو کې پراخه لايک اخيستي دي او په زرګونو خلکو ورباندې تبصره کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *